د مسلم ليګ ن مشر او د دفاع وزير خواجه اصف وايي، هغه کسان چې پي ټي ايي پرېښودل د عمران خان د تېروتنو بار نه شي زغملی.

باغی ټی وی رپورټ
سيالکوټ کې جيو نيوز سره دخبرو په مهال خواجه اصف وئيلي دي چې نوميالي سياسي مشران دمنصوبه بندۍ لاندې په دفاعي تاسيساتو بريدونه کوي، عمران خان يې هغسې غندنه نۀ ده کړې لکه څنګه چې يې کړې وه، سياستوال دې ددفاع په مضبوطولو کې خپل کردار ادا کړي.
خواجه اصف ويلي د اقتدار وږيو سياستوالو د دفاع روحيه ننګوي، د نوازشريف د وينا ملاتړ کوم، عمران خان اوس په دفاعي لحاظ د ملک کمزوري کولو هڅه کوي.
وفاقي وزير وويل څوک چې پريږدي هغوي دعمران خان دتيروتنو بار نۀ شي زغملى، رانا ثناءالله چې څه وويل هغه سل فيصده صحيح دي، هغوي چې په 14 مياشتو کې کومې غلطۍ کړي دي دهغوي خپلې دي، نور خلک به هم پريږدي، مذاکره کوونکی ټیم جوړ شو، نور نومونه په کې ورکړئ، چې که هغه ووځي، بدیل به یې وي.






