Tag: Shahbaz Sharif
-

امریکا د نومبر په میاشت کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او تاسیساتو د بریدونو له امله خواشیني څرګنده کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پټېل ویلي، دی په روانه میاشت کې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو له راپورونو خبر دی، چې په اړه یې افسوس دی او غواړي روښانه کړي، چې امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هېڅ ډول تجهیزات نه دي پرېښي.…
-

د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب ویلي دي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې ایم کیو ایم په سندهـ کې د انتخاباتو لپاره متحد کیږي.
باغي ټي وي رپورټ دغه راز مسلم لیگ (ن) هم په تیرو وختونو کې په سندهـ کې د انتخاباتو لپاره اتحاد نه دی جوړ کړی، نو د دې دواړو ګوندونو اتحاد د دې خبرې اعتراف دی چې دوی یوازې د پیپلز پارټۍ سره مقابله نشي کولی. د جيو نيوز له پروګرام سره په خبرو کې…
-

د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف وئيلي دي چې شهباز شريف هغه وخت ذمه واري په غاړه اخستې کله چې ملک په عملي توګه ديواله وو۔ برېښنا چا ګرانه کړه؟ د چا په دوره کې تر ټولو زیات پور اخیستل شوی؟ موږ دا ټول نه دي کړي.
باغي ټي وي رپورټ د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف وئيلي دي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره بايد دوه چنده کار وکړو۔ له ایم کیو ایم سره همکاري د هېواد او ولس له ستونزو څخه د وتلو لپاره مثبت پرمختګ دی، د هرې سیمې پرمختګ زموږ لومړیتوب دی، هېڅکله به تبعیض ونه کړو. لاهور کې…
-

د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني وئيلي دي چې نگران حکومت ته دا اختيار نشته چې د پخواني حکومت لخوا منظور شوي داسې قوانين وويني.
باغي ټي وي رپورټ په سېنېټ كښې د توجه وړ نوټس په مهال سېنېټر رضا رباني د نگران وزيراعظم لخوا د كابينې د كمېټۍ جوړول د آئين خلاف كار وباله۔ هغه وويل نگران حکومت فکر کوي چې سپريم کورټ او پارليمنټ به ونړوي. بل خوا د پارلماني چارو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، د کابینې…
-

د لاهور په باغبانپوره سیمه کې د یوه نهه کلن ماشوم مړی په کور کې کارکوونکی موندل شوی دی.
باغي ټي وي رپورټ د مړي موندلو وروستو د کور د مالک او د مالدار په ضد مقدمه درج کړې شوې ده، ملزمان تښتيدلي دي. د وژل شوي ماشوم مور تور لګوي چې په تښتیدلي تورن ماشوم یې له جنسي تیري وروسته وژلی دی. مور يې وويل، ماشوم يې پنځه کاله وړاندې د املاکو له…
-

پوليسو د چوهدري پروېز الهي په کور چاپه وهلې، اسناد، ښځې او ماشومان يې له ځانه سره وړي او د کور تالاشي يې کړې ده.
باغي ټي وي رپورټ د پوليسو دسرچينو له مخې پوليسو يو شمير اسنادو ته اړتيا لرله چې له امله يې دغه بريد ترسره شوى دى. مونس الهي وايي چې د پرونۍ ناکامې اپرېشن نه وروستو د پنجاب پوليسو يو ځل بيا بغير د وارنټ نه په کور چاپه وهلې چې تر اوسه يې د خالو…
-

په هېواد کې د يو تول سرو زرو په بيه کې دوه سوه روپۍ کمښت راغلى دى.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه په ملک کښي د یو توله سره زر د دوه سوه روپو کمیدو نه پس د یو توله سره زر دوه لاکه څوارلس زره روپئ ته رسیدلی ده. د ۱۰ ګرامه سرو زرو بیه د ۱۷۲ کلدارو په کمېدو سره ۱ لاکه ۸۳ زره ۴۷۷ روپۍ…
-

د پاکستان سټاک ایکسچینج کې د سوداګرۍ په جریان کې نن د لومړي ځل لپاره 100 انډیکس د ټولو وختونو لوړې کچې ته ورسید او د لومړي ځل لپاره 54,000 نښه ته ورسیده.
باغي ټي وي رپورټ د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره 54 زره ته رسېدلی، 100 انډیکس د 54 زره 312 نوې لوړې کچې ته رسیدلي خو د کاروباري ورځې په پای کې د 124 پوائنټونو کمښت په 53 زره 735 کې پورته شو. په دې توګه د پاکستان…
-

د نگران وفاقي حکومت لخوا د 29 اربه روپو پرمختيائي فنډ جاري كولو لپاره تياريانې روانې دي۔
باغي ټي وي رپورټ د سرچينو ترمخه په لمړي ځل به نگران وفاقي حکومت پرمختيائي سکيمونو لپاره فنډ جاري کوي. سرچينې وائي وفاقي کابينې د٢٤ کسيزې کميټۍ منظوري ورکړې ده چې پکې دمخابراتو وزير شاهد اشرف تارړ ددغه کميټۍ مشر ټاکل شوى دى. د سرچينو ترمخه سټيئرنګ کميټۍ ته به د پرمختيائي سکيمونو لپاره فنډ…
-

انټربینک کښې نن د روپۍ په مقابله کښې ډالر د یو روپې او لس پیسو په مقابل کښې ګران شوی دی.
باغي ټي وي رپورټ د پاکستان سټيټ بينک ترمخه انټر بینک ایکسچینج کښې د ډالر نرخ 286 روپۍ 39 پېسې دی کاروبار بند دی. انټربینک کې ډالر په ۲۸۵ روپۍ ۲۹ پیسو او تېره اوونۍ په ۲۸۴ روپۍ ۳۱ پېسې بند شو. د دې کاروباري اونۍ په لړ کې په دوه کاري ورځو کې ډالر…