د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني وئيلي دي چې نگران حکومت ته دا اختيار نشته چې د پخواني حکومت لخوا منظور شوي داسې قوانين وويني.

باغي ټي وي رپورټ
په سېنېټ كښې د توجه وړ نوټس په مهال سېنېټر رضا رباني د نگران وزيراعظم لخوا د كابينې د كمېټۍ جوړول د آئين خلاف كار وباله۔
هغه وويل نگران حکومت فکر کوي چې سپريم کورټ او پارليمنټ به ونړوي.
بل خوا د پارلماني چارو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، د کابینې کمېټه د سوداګرۍ د قوانینو له مخې جوړه شوې ده.
هغه وويل چې دا کمېټه د قانون جوړولو لپاره نه ده بلکې د قوانينو په جوړولو پورې اړه لري.
مرتضی سولنګي وايي، دا د حکومت واک دی، چې آرډیننس راولي، اضطراري قوانينو ته اجازه ورکول کېږي، دوی غواړي چې قانون جوړ شي، له اساسي قانون او قانون پورته نه وي.






