د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب ویلي دي چې دا به په تاریخ کې لومړی ځل وي چې ایم کیو ایم په سندهـ کې د انتخاباتو لپاره متحد کیږي.

0
53

باغي ټي وي رپورټ

دغه راز مسلم لیگ (ن) هم په تیرو وختونو کې په سندهـ کې د انتخاباتو لپاره اتحاد نه دی جوړ کړی، نو د دې دواړو ګوندونو اتحاد د دې خبرې اعتراف دی چې دوی یوازې د پیپلز پارټۍ سره مقابله نشي کولی.

د جيو نيوز له پروګرام سره په خبرو کې د کراچۍ ښاروال شاهزيب خانزاده وويل چې په کراچۍ کې د ايم کيو ايم واک ختم شوی دی، نو پکار ده چې په سندهـ کې د انتخاباتو د ګټلو لپاره متحد شي.

هغه وويل که مسلم ليگ(ن) اؤ ايم کيو ايم نور سره يوځاى شي نو د سندهـ ١٣٠ څوکيو ته به کانديدان نۀ وي.

نوموړي زیاته کړه چې په اوسنيو حالاتو کې په سندهـ کې د کوم اتحاد ضرورت نشته، په کراچۍ کې تر ټولو قوي ګوند پیپلز پارټۍ ده.

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم د متحده قومي موومنټ (ايم کيو ايم) پاکستان له لوري له ګرانډ ډيموکرېټک الائنس (GDA) سره د اتحاد خبرونه مخې ته راغلي وو او اوس د عامو انتخاباتو لپاره له مسلم ليګ (ن) سره د اتحاد خبرونه هم خپاره شوي دي.

د ایم کیو ایم وفد رائیونډ کښې د مسلم لیګ نون له مشر سره ملاقات کړی چې پکښې د دواړو ګوندونو تر مینځ انتخابي اتحاد فیصله شوې ده.

Leave a reply