اسلامي امارت د نړیوال بانک د هغه راپور چې د افغانستان د مثبت اقتصاد په اړه نشر شوی هر کلی کړی.

اسلامي امارت د نړیوال بانک د هغه راپور چې د افغانستان د مثبت اقتصاد په اړه نشر شوی هر کلی کړی.
1 اګست سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک د هغه راپور، چې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو مثبتو پرمختګونو ته پکې اشاره شوې هرکلی کړی.
په یاد راپور کې د افغانستان د انفلاسیون کچې ټیټوالی، په کور دننه د خوراکي توکو د تولید زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدل، د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې راټیټېدل، پر واردېدونکو خوراکي توکو د تعرفې کمېدل له مهمو پرمختګونو څخه ګڼلي.
همدا راز په یاد راپور کې د افغانستان په بانکي سیستم او سوداګریزه برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل، د کاري فرصتونو زیاتوالی، دولتي کارکوونکو ته پر وخت د معاشونو ورکول او روغتیايي خدمتونه، هغه برخې دي، چې په یاد راپور کې یې یادونه شوې.
اړوند موضوعات
اسلامي امارت د نړیوال بانک د یاد راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نړیوال باید د افغانستان د مثبتو خبرو په اړه چوپ پاتې نشي.






