اسلامي امارت: له عربي هیوادونو سره موږ پوله نه لرو، کوم هیوادونه یې چې لري، مسؤلیت یې پر غاړه دی.
اسلامي امارت: له عربي هیوادونو سره موږ پوله نه لرو، کوم هیوادونه یې چې لري، مسؤلیت یې پر غاړه دی.
25 جولاي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرو په غبرګون کې چې رسنیو ته ویلي چي د داعش مشران له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته نقل شوي، ویلي چي دا پروپاګند حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.
د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پرمهال او هم د اشغال له پای وروسته د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه کړې چې په پايله کې يادې ډلې خپله تخريبي وړتيا له لاسه ورکړې ده.
کچیرې ایران هیواد افغانستان ته د داعشیانو اړولو په هکله معلومات لري هیله ده چې شریک یې کړي ترڅو یې د افغانستان امنیتي ځواکونه په اړه لازم اجراات وکړي.
د يادونې وړ ده چې افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې پر ځای چې په نورو مسوليت واچول شي، ښه داده چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.
اسلامي امارت هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي امنيت ته کواښ پيښ کړي هم زموږ خاوره د بل چا په ضد وکاروي.
اړوند موضوعات
ایراني چارواکو ته په کار ده چي د افغانستان په اړه د تشویش اچونکو څرګندونو پرځای د دواړو همسایه او دوستو هیوادونو او ولسونو ترمنځ په رغنده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکوتمرکز وکړي.