د لوړو زده کړو وزارت علمي معین کابل کې د ترکیې هیواد د تعلیمي آتشې له استازي سره کتلي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین کابل کې د ترکیې هیواد د تعلیمي آتشې له استازي سره کتلي.
20 جولاي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چي د یاد وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې له استازي سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د روزنې، د علمي کادر ظرفیت لوړونې، افغانستان ته د متخصص علمي کادر را استونې، افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړې او په بلخ پوهنتون کې د ترکي ادبیاتو د پرانیستې مراسمو د څرنګوالي په برخه کې یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
وروسته د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي چنگیز آی دیمیر په بلخ پوهنتون کې د ترکي ادبیاتو له رامځنته کولو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین یادې غوښتنې به د خپل هېواد له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې ترکیه په مختلفو برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي او هر کال ۳۰۰ سیټه تحصیلي بورسونه افغان محصلینو ته ورکوي.
دغه راز د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته بلنه ورکړه، تر څو ترکیې هېواد ته سفر وکړي.
همدارنګه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس دوکتور رفیع الله عطاء د یاد پوهنتون په اړه معلومات ورکړل او له دې پوهنتون سره یې د مادي او معنوي همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.
په پای کې یو ځل بیا د ترکیې سفارت د تعلیمي اتشې استازي چنګیز آی دیمیر ټینګار وکړ او ویې ویل چې ترکیې ته د علمي معین د سفر پر مهال به د لوړو زده کړو وزارت وړاندیزونه او غوښتنې د ترکیې هېواد اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي.
اړوند موضوعات
د لوړو زده کړو او اوبو او انرژۍ وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوې.
د یادولو وړ ده چې په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس او په افغانستان کې د ترکیې د کلتوري مرکز رئیس حسین ګونګور هم حضور درلود.