ارګ: عطاء خیریه بنسټ په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې تخصصي روغتون جوړوي.

0
215

ارګ: عطاء خیریه بنسټ په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې تخصصي روغتون جوړوي.

19 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د عطاء خیریه بنسټ له مشر عطاء الله عطاء سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

 

په دې کتنه کې، ښاغلي عطاءالله د عطاء خیریه بنسټ د فعالیتونو، امکاناتو او لاسته راوړنو اړوند معلومات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریک کړل.

 

عطاء زیاته کړه، په افغانستان کې به د پنځه سوه زره ډالرو په ارزښت د زړه د ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړي؛ نوموړي په دې برخه کې له حکومت څخه هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د عطاء خیریه بنسټ له مشر او ټولو کارکوونکو څخه په مننې هغه ته د روغتون جوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته کړه، له تېر نظام څخه اسلامي امارت ته ناوړه میراثونه پاتې چې یوه پکې لوږه او د هېوادوالو ناسم اقتصادي وضعیت دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د صرافانو له استازو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

 

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري، اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هراړخيزه هڅې کوي؛ خو اړتیا ده چې نړیوالې مرستندویه ادارې، هېوادونه او ملي او نړیوال بنسټونه له افغانانو سره مرستې وکړي.

Leave a reply