د تحريک انصاف صدر پرويز الهي اډياله جيل ته منتقل کړے شو په داسې حال کې چې د پخواني وزيراعلي نظربندۍ په عدالت کښې چيلنج کړے شوے دے

0
112

د جيل چارواکو ترمخه پخوانې وزيراعلي پرويز الهي د سهار پنځه بجې د کيمپ جيل نه راويستلے شو او د موټروے په ذريعه اډياله جيل ته راوړل شوے دے۔

پرویز الهي د درې ایم پی او لاندې نظربند شوی وو او د لاهور ډپټي کمشنر لخوا د هغه د توقیف حکمونه د 30 ورځو لپاره جاري شوي وو. د زندان د سرچینو په وینا، د پروېز الهي دوسیه د لوړ شخصیت له امله د حکومت په منظورۍ سپارل شوې ده.

توقیف په لاهور هائی کورټ کښې چیلنج کړے شوے دے

بل اړخ ته د پرويز الهي مېرمنې قيصره الهي د خپل خاوند د نظربندۍ په اړه لاهور هائي کورټ ته رجوع کړې او په دې لړ کښې جمع کړې شوې درخواست کښې هغې ايډيشنل چيف سيکرټري داخله او آئي جي جيل ته خواست کړے دے۔

په درخواست کې ويل شوي دي چې پرويز الهي دې عدالت ته راوبلل شي او خوشې کړل شي او د درخواست تر اخري فيصلې پورې دې په بل کوم مقدمه کې نه نيول کيږي.

Leave a reply