تر بلخ او کندز وروسته بامیانو کې همد نجونو ښوونځي پرانستل شوي دي

0
275

تر بلخ او کندز وروسته بامیانو کې همد نجونو ښوونځي پرانستل شوي دي

په بامیانو کې هم ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شول، د راپورونو له مخې په بامیانو کې د لیسې دورې نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته لاړې شي.

 

(2021 / 10 / 20   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سرچینه کاږي چې ټولې نجونې کولی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي خو دوی ته به د ښځینه ښوونکو له لوري تدریس کېږي.

تر دې وړاندې په سرپل، بلخ او کندوز ولایتونو کې هم ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شوي ي.

په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو، چې په تدریجي توګه یې د پرانیستلو لړۍ پيل شوې ده.

اړوند موضوعات:

تر کندز ترڅنګ د بلخ  ولایت کې هم د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانستي دي 

بلخوا بیا د پوهنتونونو دروازې لا هم د محصیلینو پر مخ تړلې دي او د ا.ا کابینه وایي چې ژر به یې د پرانیستلو لپاره لاس په کار شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کندز او بلخ ولایتونو کې د نجونو پر مخ تر دولسم ټولګي د ښوونځیو دروازې خلاصې شوې وې.

Leave a reply