په زابل کښې د جونو ښوونځي پرانستل شوي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د زابل ولایت نه خبر ورکړې دی چې په دې ولایت کښې د جونو زده کوونکو ښوونځي پرانستل شوي دي، د باختر نیوز آژانس مطابق د اسلامی امارت اداره ورسره په مکمل توګه مرستې کوی.
په افغانستان کښې د اسلامی امارت مشرانو له خوا د بعضې انتظامی ستونزو له وجهې د ښځینه زده کوونکي سکولونو تړل شوي وو او وس د افغانستان به بیله بیل ولایتونو کښې د ښځو ښوونځي پرانستل شوي دي او زده کړې ی هم پیل کړي دي.
د باختر خبري آژانس د یو خبر مطابق په زابل کښې ۱۲ د ښځو مکتبونه نه پرانستل شوي دي ، مسسولین وایی چې دوی ته هیځ خنډ نشته او د اسلامی امارت مسوولین او نور مشران ورسره پوره پوره مرستې کوي او په سکولونو کښې جونو زده کړې پیل کړي دي.
څرګنده وي چې د افغانستان اسلامی امارت نه ملګري ملتونو ،ارپایی او نورو هیوادونو او د ماشومانو او د ښځو د حقونو لپاره کار کولو والا نړیوالو ادارو غوښتنه کړې وه چې امارت دې د جونو سکولونه خلاص کړي او په ښځو دې د زده کړې دروازې بندې نه کړې شي.
طالب مشرانو هم د نړیوالو ادارو ته باور ورکړې وو چې زر به د جونو سکولونو پرانستل شی، امارت اسلامی مشرانو وینا وه چې د ښځینه سکولونو لپاره انتظامات روان د ي او ددوی زده کړې به ډیر زر پیل شي.
په زابل کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر اوسه تر ۱۲ ټولګي د نجونو ښوونځي پرانیستي او درسونه یې دوام لري، مسوولین وايي چې پر وړاندې یې هېڅ خنډ نشته او اسلامي امارت ورسره بشپړه همکاري کوي. pic.twitter.com/UAX4FDhIUF
— BNA Pashto (@bnapashto) October 20, 2021





