اسرائیلو د ایران د څارلو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده

اسرائیلو د ایران د څارلو لپاره بودیجه ځانګړې کړې ده
اسراییلو تر دې وړاندې هم ویلي، په هېڅ صورت به اجازه ور نه کړي چې ایران د اټومي وسلو خاوند شي. روان کال د ایران د اټومي انرژۍ رییس هم د اسراییلو له لوري په یوه برید کې ووژل شو.
(2021 / 10 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسراییلو د ایران د اټومي پروګرام د څارلو، له منځه وړلو او یا هدف ګرځولو لپاره یو نیم میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د اسراییلو حکومت پرېکړه کړې چې په ایران کې به هر ډول اټومي فعالیتونه په کلکه څاري نو له همدې امله یې میلیونونه ډالر دې مسئلې ته ځانګړي کړي دي.
دا پیسې به د الوتکو په پیاوړي کولو، د هدف ګرځولو وړتیا په لوړولو، د څار سیستم په پیاوړي کولو او نورو مواردو کې لګول کېږي.
اسراییلو تر دې وړاندې هم ویلي، په هېڅ صورت به اجازه ور نه کړي چې ایران د اټومي وسلو خاوند شي. روان کال د ایران د اټومي انرژۍ رییس هم د اسراییلو له لوري په یوه برید کې ووژل شو.






