روسیه وايي چې لۀ افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پۀ لټه کې یو
روسیه وايي چې لۀ افغانستان سره د بشري او اقتصادي مرستو پۀ لټه کې یو
دده په خبره دوی همدا راز افغانستان ته د بشري مرستو د راټولولو لپاره هم کوښښ کوي. سرګي لاوروف دغه راز وایي چې چین، پاکستان او روسیه به د افغانستان اقتصادي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
(2021 / 10, / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي له افغانستان سره د اقتصادي او بشري مرستو په لټه کې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د طا لبانو د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه دي خو هڅه کوي له دغه هېواد سره بشري مرستو ته زمینه برابره کړي او اقتصادي ملاتړ یې وکړي.
اړوند موضوعات:
روسیه وايي په سیمه کې د افغانستان د څارلو لپاره د امریکا د اډې درلودلو هڅه ناکامه شوه
دده په خبره دوی همدا راز افغانستان ته د بشري مرستو د راټولولو لپاره هم کوښښ کوي. سرګي لاوروف دغه راز وایي چې چین، پاکستان او روسیه به د افغانستان اقتصادي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نن چهارشنبه به په مسکو کې د طا لبانو، امریکا، روسیې او چین له ګډون د افغانستان په اړه کنفرانس جوړېږي او په دې کنفرانس کې به پر بېلو مسایلو خبرې کېږي.
د ا.ا.ا وایي چې دوی په دې کنفرانس کې له واضح دریځ سره ګډون کوي او موخه به یې افغانستان ته د اقتصادي همکاریو او ملاتړ را جلبول وي.