تر کندز ترڅنګ د بلخ  ولایت کې هم د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانستي دي 

0
276

تر کندز ترڅنګ د بلخ  ولایت کې هم د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانستي دي 

له کندزو وروسته د بلخ ولایت د معارف ریاست مسؤلین وايي چې افغانستان کې له لوی سیاسي تحول سره سره دغۀ ولایت کې له لومړي ټولګي شروع تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي پاتې دي او د نجونو د ښوونځیو مخنیوی ندی شوی.

 

 

(2021 / 10 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

له کندزو وروسته د بلخ ولایت د معارف ریاست مسؤلین وايي چې افغانستان کې له لوی سیاسي تحول سره سره دغۀ ولایت کې له لومړي ټولګي شروع تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستي پاتې دي او د نجونو د ښوونځیو مخنیوی ندی شوی.

د بلخ ولایت د مهاف ښاري مدیر مولوي محمد نعیم بلخي ویلي چې له لوی بدلون سره سره هېچا د نجونو د ښوونځیو مخه نده نیولې او نه به هم چاته دا اجازه ورکړل شي چې د نجونو د زده کړو مخنیوی وکړي، نوموړي ویلي چې نۀ یوازې دا چې د ښځو د ښوونځي مخنیوی به نکېږي ، بلکې د زده کړو د بهیر د ښۀ والي لپاره ئې هڅې روانې دي.

بلخي ویلي چې یاد ولایت کې د ا.ا.ا د واکمنېدو له لومړۍ ورځې تر ننه دغه ولایت کې د ښوونځیو ښځینه ښوونکې هم په مسلسل ډول دندو ته ځي او هېڅوک ئې د کار مخنیوی نکوي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپارۀ شوي ؤ چې د ا.ا.ا د نجونو ښوونځیو او ښځینه مامورینو او معلمینو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکوي؛ خو د ا.ا.ا لوړ پودړو چارواکو بیا دغه تورونه رد کړي ؤ او ویلي ئې ؤ چې دوی په داسې یوه تګلاره کار کوي چې وکولی شي ښځینه کارکوونکې او زده کړیالانې پۀ ښۀ ډول کار او زده کړو ته راوګرځوي.

نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د پر رسمیت پېژندلو لپاره یو شرط د ښځو او نجونو  کار او زده کړو ته اجازه ورکول ګڼلي ؤ.

اروپایي ټولنې کندز ولایت کې دنجونو د ښوونځیو د پیلېدو هرکلی کړی او ویلي ئې دي چې پۀ دغه برخه کې د لا پرمختګونو غوښتونکي دي.

 

Leave a reply