ازبکستان وايي پر افغانستان خپله برښنا نۀ پرې کوو

0
62

ازبکستان وايي پر افغانستان خپله برښنا نه پرې کوو

وروسته تر هغه چې یو شمیر رسنیو د افغانستان برښنا شرکت له قوله راپورونه خپارۀ کړل چې افغانستان د ګاوڼډویو هېوادونو د برښنا له امله پوروړی دی، ځینو کارپوهانو وویل چې ممکن د پور نۀ ورکړې پر صورت ګاونډي هېوادونه پر افغانستان خپله برښنا پرې کړي.

 

 

(2021 / 10  / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې یو شمیر رسنیو د افغانستان برښنا شرکت له قوله راپورونه خپارۀ کړل چې افغانستان د ګاوڼډویو هېوادونو د برښنا له امله پوروړی دی، ځینو کارپوهانو وویل چې ممکن د پور نۀ ورکړې پر صورت ګاونډي هېوادونه پر افغانستان خپله برښنا پرې کړي.

اوس تازه ازبکستان ویلي چې د افغانستان ازبکستان ته د برښنا پور نۀ ورکړې پۀ صورت کې به هم په افغانستان باندې برښنا نۀ پرې کوي.

ازبکستان تر دې وړاندې ویلي ؤ چې د افغانستان نوي حکومت سره به هر راز همکاري کوی او ازبکستان هېڅ وخت نغواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

خو د افغانستان برښنا شرکت بیا ویلي چې ګاونډیو هېوادونو ته د برښنا پورونو د ورکړې پۀ لارو چارو کار کوي.

افغانستان تر ډېره بریده له وارداتي برښنا استفاده کوي چې د افغانستان شمالي ګاونډیانو تاجمستان، ازبکستان او ترکمنستان او د افغانستان غرب کې یې له ایران څخه واردوي.

 

Leave a reply