جان سوپکو وايي چې افغانستان کې ملیاردونه ډالر ولګېدل، خو پایله محسوسه نه ده

جان سوپکو وايي چې افغانستان کې ملیاردونه ډالر ولګېدل، خو پایله محسوسه نه ده
د امریکا دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه په افغانستان کې ناکام و.
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار مشر له امریکا غږ انګلیسي سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشرانو د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه ناکام مدیریت درلود.
(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه په افغانستان کې ناکام و.
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار مشر له امریکا غږ انګلیسي سره په خبرو کې ویلي چې د امریکا ولسمشرانو د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه ناکام مدیریت درلود.
د جان سوپکو په وینا دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه په افغانستان کې ناکام وو او امریکا یې میلیاردونه ډالره زیانمنه کړه.
دده په خبره امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر په بیا رغونه او ملت جوړونه ولګول خو پایله یې محسوسه نه ده. همدا راز ځینو امریکایي سناتورانو ویلي چې په امریکا کې باید په افغانستان کې د میلیاردونه ډالرو لګښتونو او روان وضعیت په اړه له چارواکو پوښتنې ګروېږنې وشي.
د سناتورانو په خبره یوه جګړه، میلیاردونه ډالره لګول، د سلګونه سرتېرو مرګ ژوبله او دا هر څه باید بې پوښتنې پاتې نه شي.
تر دې وړاندې یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو هم ویلي ؤ چې افغانستان کې د امریکا لسګونه میلیارده ډالره مصرف بې ګټې ؤ او باید د دې پوښتنه وشي.






