انټي ور د معلوماتو پر بنسټامریکا په اتیا هېوادونو کې ۷۵۰ نظامي اډې لري

انټي ور د معلوماتو پر بنسټامریکا په اتیا هېوادونو کې ۷۵۰ نظامي اډې لري
انټي ور نشریه لیکي بایډن غواړي د همدې لګښتونو د کمولو او خپلو خلکو د غوښتنو د منلو لپاره په ځینو هېوادونو کې نظامي اډې وتړي چې له همدې امله یې په افغانستان کې هم د سترې نظامي اډې (باګرام) تړل کېدل هم تایید کړل.
(2021 / 10 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د نړۍ له ډېری هېوادونو خپلې نظامي اډې راټولوي.
انټي ور نشریې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې امریکا د نړۍ په اتیا هېوادونو کې ۷۵۰ نظامي اډې لري چې د بشریت په تاریخ کې هېڅ هېواد په نورو هېوادونو کې دومره ډېر نظامي تاسیسات نه لرل.
نشریه وایي دا اډې هر کال میلیاردونه ډالر لګښتونه لري چې د امریکا ملا ماتولی شي.
انټي ور نشریه لیکي بایډن غواړي د همدې لګښتونو د کمولو او خپلو خلکو د غوښتنو د منلو لپاره په ځینو هېوادونو کې نظامي اډې وتړي چې له همدې امله یې په افغانستان کې هم د سترې نظامي اډې (باګرام) تړل کېدل هم تایید کړل.
نشریه په دې مطلب کې لیکي چې دغه اډې په ډيری هېوادونو کې د ناندریو او کشمکشونو سبب دي خو په ځینو کې بیا د ګټې وټې سبب شوې دي.
انټي ور وایي په ټوله کې د امریکا نظامي اډې د چاپېریالي ککړتیا، سیاسي کشمکشونو او د هېوادونو ترمنځ د واټنونو سبب شوې دي.





