د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د بیان آزادي ټوله نړۍ کې لۀ ګواښ سره مخ ده 

0
201

د بښنې نړیوال سازمان وايي چې د بیان آزادي ټوله نړۍ کې لۀ ګواښ سره مخ ده 

د بیان ازادي په ټوله نړۍ کې له ګواښ او خطر سره مخ ده. د بښنې نړیواله اداره وایي وروسته له هغه چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوه د بیان پر ازادۍ هم فشارونه ډېر شوي دي.

 

(2021 / 10 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بیان ازادي په ټوله نړۍ کې له ګواښ او خطر سره مخ ده. د بښنې نړیواله اداره وایي وروسته له هغه چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوه د بیان پر ازادۍ هم فشارونه ډېر شوي دي.

سرچینه وایي دمګړی په ټوله نړۍ کې د بیان ازادي له برید او ګواښ سره مخ ده او ددې جدي اړتیا ده چې د بشر دې مهم حق ته درناوی وشي. د بښنې نړیوالې ادارې دغه راز ځینې هېوادونه تورن کړي چې له کرونا وبا یې د بیان ازادۍ د محدودولو لپاره استفاده کړې ده او د اطلاعاتو ازاد جریان له خنډ سره مخ شوی دی.

د بښنې نړیواله اداره ټینګار کوي چې هېوادونه باید بشري حقونو په تېره د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي، اجازه ورکړي چې خلک له حقایقو خبر شي او د بیان ازادي د خپل تکامل او پرمختګ مسیر ووهي.

Leave a reply