امریکا: پر طالبانو به بندیزونه دوام ولري

امریکا: پر طالبانو به بندیزونه دوام ولري
د امریکا د خزانې وزارت ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم مهم دي او ښه به وي چې ددې شتمنۍ له ازادولو پرته پر نورو لارو چارو فکر وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسول شي.
(2021 / 10 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا د خزانې وزارت وايي چې پر طا لبانو به بندیزونه دوام کوي. د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طا لبانو بندیزونه دوام وکړي. هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طا لبانو لاس ته و نه لوېږي.
اړونند موضوعات:
لایف مېنېټ امریکا د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې ناکامه وبلله
د امریکا د خزانې وزارت ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسول هم مهم دي او ښه به وي چې ددې شتمنۍ له ازادولو پرته پر نورو لارو چارو فکر وشي او دغه هېواد ته بشري مرستې ورسول شي.
په کابل کې د طا لبانو له واکمنېدو سره سم امریکا په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا ۹ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي ناورین په رامنځ ته کېدو دی.





