لایف مېنېټ امریکا د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې ناکامه وبلله
لایف مېنېټ امریکا د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې ناکامه وبلله
د لایف مېنېټ په نامه یوه نشریه په یوه راپور کې وایي چې امریکا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پر پراختیایي پروژو په تېرو شلو کلونو کې ۱۴۵ میلیارده ډالر لګولي، چې خورا ډېرې پیسې دي خو ددغه هېواد اقتصاد دمګړی پاشل شوی دی.
(2021 / 9 / 28 نېټه باغی ټلویزیون)
امریکا له نړیوالو سره د کړو ژمنو پر خلاف په تېر شل کلن ماموریت کې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره اغېزناک کار نه دی کړی.
د لایف مېنېټ په نامه یوه نشریه په یوه راپور کې وایي چې امریکا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پر پراختیایي پروژو په تېرو شلو کلونو کې ۱۴۵ میلیارده ډالر لګولي، چې خورا ډېرې پیسې دي خو ددغه هېواد اقتصاد دمګړی پاشل شوی دی.
سرچینه کاږي امریکا ډېری داسې پروژې عملي کړې چې د افغانستان له دایمي ودې سره یې مرسته نه کوله او ان ډېری یې د دوی تر وتلو مخکې له منځه تللې او یا د له منځه تلو په حال کې دي.
دغه نشریې ته نړیوالو اقتصادي شنونکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د اقتصادي ودې په برخه کې ناکامه ده او هغه ژمنې یې نه دي عملي کړې چې ویلي یې وو ددغه بېوزله هېواد د اقتصادي ودې لپاره به پراخ کار کوي.