د شهیدانو کورنیو سره د یوې نمرې ژمنه وشوه

0
275

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ کښې د شهیدانو د کورنیو غړو یو لویه غونډه تابیا شوې، په دې غونډه کښې د شهیدانو بچو او د کورو نورو غړو ګډون وکړو.

سراج الدین حقاني د غونډې ګډون والو ته په خپله وینا کښې اوویل چې شهیدان د اسلامی او د هیواد اتلان دي ، ددوی قربانۍ د نه هیریدولو دی او ددوی نومونو به تل ژوندي وي.
د کورنیو چارو وزیر د طرف نه د شهیدانو د کورنیو سره د نغد مالی امداد سربیره د استوګنې لپاره د یوې نمرې ورکولو ژمنه هم وشو کومه به چې ډیر زر د شهیدانو د کورنې غړو ته سپارل شي.
په دې غونډه کښې د کورنیو چارو وزیر سیراج الدین حقاني د شهیدانو د پلارانو او نور غړو سره ستړي مشي وکړل او د شهیدانو د اسلام او د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ لپاری د ورکړل شوې قربانۍ ی ستاینه وکړه.
یاده دې وي چې په تیر ۴۰ کالو کښې د افغانستان اولس د روسیانو او د امریکایی او نیټو فوځونو په ضد جهاد په وجه په زرګونو افغانان شهیدان شوي دي، په زرګونو ټپیان شوي دي، هم دغه شان په زرګونو تعداد کښې میندې کونډې شوي او په زرګونو تعداد کښې افغانانې خویندې کونډې شوي دي.

Leave a reply