انس حقاني: د بهرنیانو پۀ خبرو مۀ غولېږئ، وطن مۀ پرېږدئ ژر به ثبات رامنځته شي
انس حقاني: د بهرنیانو پۀ خبرو مۀ غولېږئ، وطن مۀ پرېږدئ ژر به ثبات رامنځته شي
انس حقاني ویلي د بهرنیانو د هغه تبلیغاتو ښکار مه کیږئ چې بهر تګ ته مو هڅوي، نوموړي ویلي هیواد ته ثبات پر راتلو دی او ژر به ستونزې هوارې شي ، نوموړي زیاته کړې هیواد د ټولو ګډ کور دی او باید د پرمختګ لپاره یې ګډ کار وکړو.
(2021 / 10 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له هغه وروسته چې طالبانو د کابل پۀ ګډون ټول افغانستان تر واک لاندې راووست پۀ زرګونو افغانان لۀ هېواد څخه د وتلو پۀ لټه کې شول.
امریکا د تخلیې ماموریت پیل کړ او زیات شمېر افغانان ئې د کابل هوايي ډګر لۀ لارې بهر ته انتقال کړل، پۀ زرګونو نورو بیا د پاکستان، ایران او تاجکستان لۀ لارې نورو هېوادونو ته د تګ پۀ موخه له هېواد څخه ووتل.
اړوند موضوعات:
د بشري حقونو څار سازمان ترکي چارواکي لۀ افغان مهاجرو سره پر بد چلند متهم کړي دي
که څه هم هغه مهال د ا.ا.ا بار بار له افغانانو وغوښتل چې لۀ هېواد څخه دې نۀ وځي او دوی سره دې د وطن په آبادې کې مرسته وکړي؛ خو د کارونو د نشتون، بې برخلیکه او کونګ وضعت او د هېواد اقتصادي بهراني حالت لۀ وجې ډیر شمېر خلک پۀ قانوني او غیر قانوني ډول کډوال شول.
تازه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني غړي انس حقاني په تازه ټویټ پیغامونو کې پر هغو هیوادوالو غږ کړی چې تازه بهر ته تللي او یا اوس ور روان دي، چې بیرته هیواد ته را وګرځي او د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلي.
انس حقاني ویلي د بهرنیانو د هغه تبلیغاتو ښکار مه کیږئ چې بهر تګ ته مو هڅوي، نوموړي ویلي هیواد ته ثبات پر راتلو دی او ژر به ستونزې هوارې شي ، نوموړي زیاته کړې هیواد د ټولو ګډ کور دی او باید د پرمختګ لپاره یې ګډ کار وکړو.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ریاست ویلي ؤ چې ممکن راتلونکی تر پنځه لکه زیات افغانان کډوالۍ ته اړ شي.