ترکیې د لسو هېوادونو سفیران د بهرنیو چارو وزارت ته احصار کړي دي

ترکیې د لسو هېوادونو سفیران د بهرنیو چارو وزارت ته احصار کړي دي
نوموړو سفیرانو د ټولنیزې مډیا له لارې د زنداني ترکي سوداګر عثمان قاوالا د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې د قاوالا محاکمه او دعوا په ترکیه کې په ډیموکراسۍ او حقوقو پر لوړوالي سیوری غوړولی دی.
(2021 / 10 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ډیپلوماتیکو سرچینو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په پلازمینه انقره کې د امریکا ، جرمني، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، هالنډ، سویډن، کاناډا ، ناروې او نوي زیلاند سفیران د زنداني ترکي سوداګر عثمان قاوالا د محاکمې د بهیر او دعوا په اړه د څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل.
اړوند موضوعات:
رجب طیب اردوغان افریقايي هېوادو ته خپل لوی سفر پیل کړی دی
نوموړو سفیرانو د ټولنیزې مډیا له لارې د زنداني ترکي سوداګر عثمان قاوالا د هر څه ژر خوشې کولو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې د قاوالا محاکمه او دعوا په ترکیه کې په ډیموکراسۍ او حقوقو پر لوړوالي سیوری غوړولی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د نوموړو سفیرانو ددې څرګندونو نه د ترکیې په کورنیو چارو کې د لاس وهنې او ددې پر خلاف د سخت غبرګون ښودو په خاطر وزارت ته راوغوښتل.






