د پاکستان وزیراعظم عمران او فوځ سرلښکر ملاقات

0
153
جنرل باجوه، عمران خان او جنرل فیض حمید: فایل فوټو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د کورونا مرض د مخنیوي او معلوماتو خپرولو ادارۍ این سي او سي دفتر دوره وکړه او هلته ی د پاکستان دې لوړپوړه چارواکو له د کورونا په اړه معلومات ورکړې شول.

په دې موقع وزیراعظم او د فوځ سرلښکر له د این سي اوسي اداري عمومي مشر جنرل آصف محمود ګوراییه په ملک کښې د کورونا موجوده صورت حال، د کورونا مرض د مخینوي لپاره ددې ادارې اخستل شوي ګاومو نه او نور پلانونو نه پاکستان لوړ پوړه چار واکي خبر کړې شول.
په دې موقع عمران د این سي او سي ادراې له طرف نه د کورونا د مخینوي لپاره او د اولس د صحت د حفاظت لپاره اخستل شوو ګامونو ستاینه وکړه او وزیراعظم عام اولس او نورو مسوولو ته په ډاګه کړه چې د کورونا ویکسین کمپاین کښې دې فعال برخه واخلي چې عام اولس دې مرض څخه بچ شي.
ددې نه مخکښې د فوځ سرلښکر د پاکستان خفیه ایجنسۍ آي ایس آیی د عمومي دفتر جي ایچ کیو دوره هم وکړه ، د آیی ایس ایی مرکز دفتر ته په راتګ ډي جي آیی ایس ایی جنرل فیض حمید د فوځ سرلښکر ته ستړي مشي اوویل چې او دملکي او افغانستان په تازه صورت حال ی ورته بریفنګ ورکړو.
د فوځ د عامو اړیکو اداري آيی ایس پی آر نه جاری شوي یو بیان مطابق د پاکستان فوځ سرلښکر د ادارې په کارکردګۍ د اطمینان څرګندونه وکړه.په دې موقع د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدری ویلي دي چې د وزیراعظم او فوځ سرلښکر ملاقاتونه کیږي او دا کومه نوې خبره نه ده، ټولې خبرې هوارې شوي او داسې کومه د ستونزې خبره نشته.

د یادونې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران او د پاکستان فوځ سرلښکر د افغانستان په اړه دا دریځ دې چې پاکستان په افغانستان کښې د امن راوستلو حمایت کوي، عمران خان او د جنرل باوجوه له طرف نه داسې بیانونه په رسنیو کښې خپاره شوي دي چې پاکستان به افغانستان کښې امن غواړي او د پاکستان په افغانستان کښې د امن راوستلو ژوندې مثال دادې چې پاکستان د افغانستان طالبانو، پخوانۍ افغان حکومت او امریکا په قطر کښې د امن د خبرو لپاره کيښنول او د آخر هم د طالب مشرانو او د امریکا ترمینځ د امن معاهده وشوه.

Leave a reply