ایران پۀ کندهار ولایت کې مسجد کې د وژل شویو کورنیو سره مرسته کړې ده 

0
237

ایران پۀ کندهار ولایت کې مسجد کې د وژل شویو کورنیو سره مرسته کړې ده 

دغه راز ویل کېږي چې ایراني ډاکتران به په کندهار کې د تېر ترهګریز برید قربانیانو درملنه وکړي او د هغو چې ټپونه شدید دي هغه به ورسره ایران ته ولېږدوي.

 

(2021 / 10 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ایران له افغانستان سره د مرستو پر دوام په کندهار ولایت کې د تېرې جمعې د برید قربانیانو ته مرسته را لېږلې ده.

دغه مرسته د ایراني الوتکې له لوري نن کندهار ولایت ته را رسېدلې ده او په پام کې ده چې په یاد ولایت کې د تېرې اوونۍ د ترهګریزې پېښې پر قربانیانو ووېشل شي.

اړوند موضوعات: 

د کندز د پېښې ځینې ټپیان ایران ته لېږدول کېږي

دغه راز ویل کېږي چې ایراني ډاکتران به په کندهار کې د تېر ترهګریز برید قربانیانو درملنه وکړي او د هغو چې ټپونه شدید دي هغه به ورسره ایران ته ولېږدوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایران په کندوز کې هم پر یو جومات د داعش ډلې تر برید وروسته یاد ولایت ته د لومړنیو طبي مرستو سربېره بشري مرسته رالېږلې وه.

Leave a reply