امریکا کې پر یو پوهنتون کې  د غونډې پر مهال برید شوی 

0
173

امریکا کې پر یو پوهنتون کې  د غونډې پر مهال برید شوی 

چارواکو ویلي، بریدګر چې د پولیسو جامې یې پر تن وې غونډې ته له دننه کېدو سره سم یې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي چې یو کس یې ځای پر ځای وژلی او اووه نور یې ټپيان کړي دي.

 

(2021 / 10  / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا د لویزیانا ایالت چارواکو ویلي چې د دغه ایالت په یو پوهنتون کې یو کس د غونډې پر ګډونوالو برید کړی دی چې په پایله کې یې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکو ویلي، بریدګر چې د پولیسو جامې یې پر تن وې غونډې ته له دننه کېدو سره سم یې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي چې یو کس یې ځای پر ځای وژلی او اووه نور یې ټپيان کړي دي.

پولیسو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي او د دوو هغو روغتیایي حالت نازک دی. د پولیسو په خبره، بریدګر پولیسو نیولی دی خو دا چې د برید انګیزه څه وه تر اوسه پورې یې په اړه معلومات نه شته.

Leave a reply