د ا.ا.ا : غصب شوې ځمکې بېرته خپلو څښتنانو ته سپارو 

0
68

د ا.ا.ا : غصب شوې ځمکې بېرته خپلو څښتنانو ته سپارو 

د یادونې ده چې په تېر نظام کې ډېری زورواکانو د خلکو ځمکې لاندې کړې دي او کورونه یې پکې جوړ کړي دي خو مجاهد ډاډ ورکړی دی چې غصب شوې ځمکې به بېرته خپلو اصلي ملکانو ته ورکړل شي.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د څارنوالۍ او محکمې د ټولو برخو تر فعالیدو وروسته هغه کسان کولی شي د خپلو ځمکو د بېرته تر لاسه کولو لپاره عریضه وکړي چې ځمکې یې غصب شوې دي.

 هغه زیاته کړې چې د هغوی قضیې به څېړل کېږي او حق به حقدار ته سپارل کېږي. مجاهد وايي چې دمګړۍ پر دې کار روان دی څو د تازه غصب مخنیوی وشي.

اړوند موضوعات: 

سیک‌ های افغانستان: دوست داریم بمانیم؛ اما جایی برای ماندن نیست

  نوموړي څرګنده کړې، هر وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې خپل غصب شوي ملکیتونه تثبیت کړي او دوسیې ورته جوړې کړي څو بېرته راوګرځول شي.

  د یادونې ده چې په تېر نظام کې ډېری زورواکانو د خلکو ځمکې لاندې کړې دي او کورونه یې پکې جوړ کړي دي خو مجاهد ډاډ ورکړی دی چې غصب شوې ځمکې به بېرته خپلو اصلي ملکانو ته ورکړل شي.

Leave a reply