په تهران کې د ا.ا. سفیر: هېواد ته د پخوانیو پوځیانو د راتګ لپاره زمینه برابره ده

نوموړي ویلي: په ایران کې د پخواني افغان حکومت له چارواکو سره زموږ چلند مثبت دی، منفي چلند ورسره نه دی شوی، موږ ورسره مرسته کړې او د پارلمان د غړو، قوماندانانو او نورو په ګډون یو شمېر پخواني چارواکي مو د دوی په غوښتنه افغانستان ته راستانه کړي دي.
خو تر اوسه د پخوانيو افغان چارواکو کره شمېره په لاس کې نشته.
(2023 / 6 / 25 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
په تهران کې د کابل د سفارت شارژدافیر فضل محمد حقاني: د وروستیو پرمختګونو په پایله کې یو زیات شمیر هغه کسان چې ایران ته کډوال شوي د دغه سفارت په مرسته بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان اوسني حکومت د پارلمان د غړو، قوماندانانو او نورو په ګډون د ځینو پخوانیو چارواکو ملاتړ کړی او د هغوی لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
نوموړي ویلي: په ایران کې د پخواني افغان حکومت له چارواکو سره زموږ چلند مثبت دی، منفي چلند ورسره نه دی شوی، موږ ورسره مرسته کړې او د پارلمان د غړو، قوماندانانو او نورو په ګډون یو شمېر پخواني چارواکي مو د دوی په غوښتنه افغانستان ته راستانه کړي دي.
اړوند موضوعات:
نیویارک ټایمز لیکي: طالبانو لۀ واک ته رسېدو وروسته ۵۰۰ پخواني پوځیان وژلي