نیویارک ټایمز لیکي: طالبانو لۀ واک ته رسېدو وروسته ۵۰۰ پخواني پوځیان وژلي 

0
100

نیویارک ټایمز لیکي: طالبانو لۀ واک ته رسېدو وروسته ۵۰۰ پخواني پوځیان وژلي 

یادې رسنۍ د دغه څېړنیز راپور د جوړولو په اړه لیکلي، چې  د طالبانو له خوا د ۴۹۰ نظامیانو د وژلو او لادرکه کېدو ټول موارد یې جلا جلا څېړلي او د بشري ملاتړو د بنسټونو، عیني شاهدانو او د قربانیانو له کورنیو د مالوماتو څخه پکې استفاده شوې.

 

(2022 / 4 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نیویارک ټایمز لیکلي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۴۹۰ پوځیان او ملکي کارکوونکي وژلي او یا يې لادرکه کړي دي.

نیویارک ټایمز پرون سه شنبه د اپرېل په ۱۲مه په خپل تازه څېړنیز راپور کې ویلي، په وژل شویو او ورک شویو کې د پخواني افغان پوځیانو خپلوان او د کورنۍ غړي هم شامل دي.

یادې رسنۍ د دغه څېړنیز راپور د جوړولو په اړه لیکلي، چې  د طالبانو له خوا د ۴۹۰ نظامیانو د وژلو او لادرکه کېدو ټول موارد یې جلا جلا څېړلي او د بشري ملاتړو د بنسټونو، عیني شاهدانو او د قربانیانو له کورنیو د مالوماتو څخه پکې استفاده شوې.

د راپور په حواله، طالبانو دغه شمېر کسان د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې وژلي او یا هم لادرکه کړي دي، چې د مالوماتو له مخې، یوازې په بغلان ولایت کې ۸۶ پخواني افغان پوځیان د طالبانو له خوا وژل شوي‌ دي.

نیویارک ټایمز همدا راز لیکلي چې د طالبانو له‌خوا عمومي عفوه دروغ وه، دوی د عمومي عفوه د اعلان په پلمه، پخواني کارکوونکي دام ته وغورځول.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې طالبانو په افغانستان شاوخوا ۱۰۰ افغان پخواني نظامیان وژلي دي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د نیویارک ټایمز دې راپور په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر د وړاندې یې دغه راپورونه رد کړي دي.

Leave a reply