د آزاد کشمیر کابینه پراخه شوه او ۲۷ نویو وزیرانو سوګند پورته کړ، چې ورسره د کابینې د غړو شمېر ۲۹ ته ورسېد.

0
96

باغی ټي وي رپورټ

د آزاد جمو او کشمير صدر بيرسټر سلطان محمود چوهدري نن په مظفر آباد کښي د نوي منتخب شوي کابيني نه سوګند پورته کړو۔

په دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انور حق او د قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر هم موجود وو۔

د سوګند پورته کولو په دستوره کې د قامي اسمبلۍ غړو، انتظامي افسرانو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو پشمول د نورو مکتبونو خلکو په گڼ شمير کې برخه اخستې وه.

په وزیرانو کې د تحریک انصاف ۱۵، د پیپلز ګوند ۹ او د مسلم لیګ (ن) درې غړي شامل دي.

حلف اخيستونکو کښې سردار محمد حسين خان، امير عبدالغفار لون، سردار مير اکبر خان، ديوان علي خان چغتائي، عبدالوحيد، چوهدري ارشد حسين، محمد احمد رضا قادري، چوهدري محمد راشد، عبدالمجيد خان، راجا محمد صديق او چوهدري محمد اکبر..

جاوید اقبال بدهانوی، سید بازل علی نقوی، سردار محمد جاوید ایوب، سردار عامر الطاف، اظهر صادق، نثار انصار، چوهدری محمد اخلاق، محمد اکمل سرګله، ظفر اقبال ملک، فهیم اختر، چوهدری یاسر سلطان، جاوید بټ، محمد عاصم شریف، چوهدری عامر یاسین، قاسم مجید او ضیا قمر شامل دی.

Leave a reply