روغتیا وزارت بلخ کې د عصبي ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون، پیوازخانې او د ګردو روغتون پرانیستی.

0
242

روغتیا وزارت بلخ کې د عصبي ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون، پیوازخانې او د ګردو روغتون پرانیستی.

23 جون جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د بلخ عامې روغتیا اړوند ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون کي د عصبي ناروغیو ۵۰ بستریز روغتون، پیوازخانې او هیمودیالزس روغتون رسماً پرانیستل شو، چي د پرانیست غونډي کې د عامي روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده، د بلخ سرپرست والي حاجي محمد یوسف وفا، د عامي روغتیا رئیس، او د یاد ولایت د روغتیا یو شمېر متخصصینو او مشرانو حضور درلود.

 

یاد روغتون د نړیوال صحي سازمان له لوري د ۵ لکه او ۵۰ زره ډالرو په ارزښت جوړ شوی، همدارنګه د یاد روغتون په جوړېدو سره شاه وخوا ۷۲ کسانو ته د کار زمینه هم مساعده شوې.

 

د یاد ولایت د روغتیا رئیس ډاکټر توانا وویل: موږ هڅه کړې چي دا روغتون په خورا پرمختللو تشخیصي اسانتیاوو لکه د مایکروبیولوژیکي سمبال لابراتوار، د انټي بیوګرام او PCR معایناتو، ډیجیټل ایکس رې، الټراساؤنډ، اکو او داسي نور د سیمه ایزو شرایطو سره سم سمبال کړو.

اړوند موضوعات

روغتیا وزارت: د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه.

 

یادو مراسمو کې د بلخ سرپرست والي حاجي یوسف وفا د روغتیايي کارکوونکو خدمات وستایل او د هغوی د شپې او ورځي له هڅو څخه یې مننه وکړه، د دې ترڅنګ په یوشمېر برخو کي د عامي روغتیا رئیس ته سپارښتنه وکړه، چي په خبره یې ولس ته تر دې هم اسانیتاوي رامنځته کړئ، د ولس سره ښه چلند کوئ، د درملو په برخه کي د داخلي تولیداتو څخه استفاده کوئ او هغه ډاکټران چي له هیواد څخه وتلي بیرته خپل هیواد ته راوغواړئ.

Leave a reply