د بپر جوی توپان له امله په کیټي بندر کې د اوبو سطحه په پرله پسې ډول پورته شوې، د خارو چین څو کلي ډوب شوي، د بدین په ساحلي سیمو کې اوبه د ماهیانو میشت ځایونو ته نږدې شوې دي.

0
114

باغی ټی وی رپورټ

د کراچۍ په ابراهیم حیدري سیمه کې د اوبو کچه څو فوټو ته پورته شوې، په داسې حال کې چې په ساحلي سیمو تخته، سجاول او بدین کې د باران او تیزو بادونو له امله د ټرانسمیشن لاینونو لوې لوحې نړېدې چې له امله یې ګڼو سیمو کې د برېښنا بند دی.

بل خوا د کټي بندر ښار د توپان له راتګ مخکې خالي کړای شوی او د بدین او سجاول له ساحلي سیمو څخه هم د وتلو لړۍ پیل شوې ده.

د هوا پېژندنې اداره وايي، نن د سهار له لسو بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې وخت په سجاول کې له خطر سره مخ دی. جاتي، خارو چینه او شاه بندر سیمې تر ګواښ لاندې دي.

د سندهـ د اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن وئيلي دي د سندهـ ساحلي سيمو څخه ۲۲ زره ۲۶۰ کسان خوندي ځايونو ته رسول شوي دي.

تيره ورځ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيلي وو چي سمندري طوفان به خامخا د کيټي بندر سره ټکر کوي۔

اسلام اباد کې دخبرو په مهال شيري رحمان وويل حکومت دښارونو دامن ساتلو لپاره گامونه پيل کړي دي، کيټي بندر، تخته او بدين اغيزمن شوي دي.

هغه وويل چې طوفان به خامخا د کيټي بندر ته رسيږي، خلک د دې ځاي په خالي کولو زړه نازړه دي خو د هغوي ژوند قيمتي دی، په زوره به ويستل کيږي.

له بلې خوا د پاکستان او هند پر لور روان بپر جوی د یوه ډېر سخت سایکلون توفان په لور ښکته شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې، دا طوفان به د جون په ۱۵ مه ماسپښین یا ماښام د سند ایالت او د هند ګجرات ایالت د کاټي بندر تر منځ راښکته شي، په طوفان کې د باد سرعت ښايي په ساعت کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلومترو پورې وي.

طوفان له کراچۍ څخه 380 کلومیټره او د تخته څخه 370 کلومیټره لرې پاتې دی، په داسې حال کې چې په کیټي بندر کې د اوبو سطح په دوامداره توګه لوړیږي.

Leave a reply