د امریکا متحده ایالات وايي، له هغو راپورونو خبر دی چې د مې د نهمې نېټې په پېښو کې د ښکېلو ملکي وګړو دوسیې په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي.
باغی ټی وی رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر وايي، له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د اساسي قانون له مخې د ټولو لپاره د جمهوري ارزښتونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي.
د روسيې د تېلو د پېرلو په اړه وياند وويل، چې هر هېواد بايد د خپلې انرژۍ د اړتياوو له مخې پرېکړه وکړي، امريکا د روسيې د انرژۍ پر صادراتو بنديز نه دى لګولى.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، د روسیې د تېلو بیه د امریکا او متحدینو له خوا د ټاکل شوي حد له امله را غورځېدلې ده.
په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي وو چې یو هوسا جمهوري پاکستان چې د مدني حقونو درناوی کوي د امریکا ګټو ته مهم دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت او نورو شریکانو سره نږدې اړیکې ساتي.
هغه وويل، د جمهوري اصولو د ساتلو او د قانون د حاکميت د ټولو لپاره يو شان ملاتړ کوي، امريکا نه غواړي چې د هر هغه شخړي اړخ وي چې ژر پای ته ونه رسېږي.