هدایت الله بدري وایي د افغاني بانک نوټونو د چاپ نوي تړونونه یې کړي او په لوړ کیفیت به چاپ شي.

هدایت الله بدري وایي د افغاني بانک نوټونو د چاپ نوي تړونونه یې کړي او په لوړ کیفیت به چاپ شي.
13 جون سه شنبه 2023
د افغانستان بانک عمومي رئیس هدایت الله بدري ویلي چې له نړیوالو کمپنیو سره یې د افغاني بانکنوټونو د چاپ نوي تړونونه کړي، چې په لوړ کیفیت به چاپ شي.
نوموړي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې اوس مهال په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزې هم هوارې شوې دي.
د هغه په خبره، د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره یې مهم ګامونه اخیستي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر هم د افغانیو د ارزښت په ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پولي سیاستونه باید په تخصصي ډول له معیارونو سره سم مخکې لاړ شي.
اړوند موضوعات
نوموړي په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پر ودې او پراختیا هم ټینګار کړی. ترې دې وړاندې ګڼ شمېر هېوادوالو د زړو بانکنوټونو له کبله شکایتونه کړي.






