د افغانستان بانک او یوۀ فرانسوي شرکت تر منځ د قرارداد له مخې به ۱۰ میلیارده نوي د افغانیو بانک نوټونه چاپ شي
د افغانستان بانک او یوۀ فرانسوي شرکت تر منځ د قرارداد له مخې به ۱۰ میلیارده نوي د افغانیو بانک نوټونه چاپ شي
د دواړو خواوو ترمنځ د شوي تړون له مخې به په نږدې راتلونکي کې دغه شرکت ۳۹۰ میلیونه سکې چاپ کړي، چې معادل یې ۱۰ میلیارده افغانۍ کېږي. تر دې وړاندې د پولنډي پیسو د چاپ یوې کمپنۍ لس میلیارده افغانۍ نوي بانکنوټونه چاپ کړي او افغانستان ته یې د دې پیسو د لېږد بهیر پیل کړی او د دې پیسو لومړۍ جوپه لس ورځې وړاندې افغانستان ته راورسېده.
(2022 / 11 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د مرکزي بانک او د فرانسې د چاپ شرکت تر منځ د شوې هوکړې له مخې به د ۱۰ میلیارد افغانیو نوي بانکنوټونه چاپ شي.
د فرانسې دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د افغاني بانکنوټونو د چاپ په اړه خبرې اترې، چې د افغانستان د مرکزي بانک او اوبرتور فیدوشییر ترمنځ په تېر حکومت کې پیل شوې وې، وروستۍ شوې دي.
د دواړو خواوو ترمنځ د شوي تړون له مخې به په نږدې راتلونکي کې دغه شرکت ۳۹۰ میلیونه سکې چاپ کړي، چې معادل یې ۱۰ میلیارده افغانۍ کېږي.
اړوند موضوعات:
د سوداکرۍ وزارت: د نویو بانک نوټو په راتلو سره به د خصوصي سکټور ډیری ستونزې هوارې شي
تر دې وړاندې د پولنډي پیسو د چاپ یوې کمپنۍ لس میلیارده افغانۍ نوي بانکنوټونه چاپ کړي او افغانستان ته یې د دې پیسو د لېږد بهیر پیل کړی او د دې پیسو لومړۍ جوپه لس ورځې وړاندې افغانستان ته راورسېده.