د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لپاره ویاند وټاکۀ 

0
99

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لپاره ویاند وټاکۀ 

د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل ته په کتلو د  ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو پۀ چوپړ کې ده.

 

(2021 / 10 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه، قاري لطف الله “حبیبي” د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست د رییس او ویاند په توګه وګمارۀ او په دنده یې پیل وکړ.

د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د بیان ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل ته په کتلو د  ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو پۀ چوپړ کې ده.

اړوند موضوعات: 

قاري یوسف احمدي د دولت د رسنیو رئیس وټاکل شو

همدارنګه دوی وايي چې ” د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو ریاست ټولو ملي او بین المللي رسنیو ته خبر ورکوي، چې د یاد وزارت ویب سایټ، ټولنیزې شبکې او واټساپ ګروپ بیا ځلې فعال شوي دي، رسنۍ کولی شي چې له دې اطلاعاتي چینلونو څخه ټولې خبرپانې او اطلاعات تر لاسه کړي.”

دغه ډول دوی لۀ ټولو ملي او بین المللي رسنیو غوښتي چې دوی سره د خبرونو او پېښو پۀ شریکېدو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یو شمېر خبریالانو اطلاعاتو ته د نۀ لاس رسي په موخه شکایت کړی ؤ او ویلي يې ؤ چې د ا.ا.ا دې ټولو وزارتونو، لوی ریاستونو او ولایتو لپاره ویاندویان وټاکي.

 

Leave a reply