د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نړۍ سره مو اړیکې ورځ تر بلې پر ښۀ کېدو دي 

0
47

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نړۍ سره مو اړیکې ورځ تر بلې پر ښۀ کېدو دي 

نوموړي له انادولو اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د نړۍ له لورې د افغانستان د نوي دولت په رسمیت پېژندل وخت ته اړتیا لري خو سیمه ییز هېوادونه دې تر نورو ژر دوی په رسمیت وپېژني.

 

(2021 / 10  / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې امریکا باید د افغانستان ملي پانګه ژر تر ژره ازاده کړي.

نوموړي له انادولو اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د نړۍ له لورې د افغانستان د نوي دولت په رسمیت پېژندل وخت ته اړتیا لري خو سیمه ییز هېوادونه دې تر نورو ژر دوی په رسمیت وپېژني.

مقتي څرګنده کړې چې ټوله نړۍ کولی شي د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

اړوند موضوعات: 

د اندونیزیا ولسمشر ویلي چې نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه وکړي

هغه ویلي، چې له امریکا یې هم غوښتي څو د افغانستان په بیا رغونه کې رغنده ونډه واخلي. متقي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی له واشنګټن نه هم د دوه اړخیزو اړیکو رغولو غوښتنه کړې ده او تمه ده چې ټول هېوادونه له افغانستان سره ښې دوستانه اړیکې ورغوي.

هغه دغه راز د افغانستان په بیا رغونه کې د ترکیې رول هم مهم یاد کړی دی او په خبره یې له نړۍ سره د افغانستان د نوي دولت اړیکې ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دي.

Leave a reply