کلیو پراختیا وزارت کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ کې دوه پراختیایي پروژې ګتې اخیستنې ته سپارلي.

کلیو پراختیا وزارت کابل ولایت بګرامیو ولسوالۍ کې دوه پراختیایي پروژې ګتې اخیستنې ته سپارلي.
31 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کابل ولایت ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د دوستانو ټولنیز پرمختیایي مؤسسې ( FCDO) له خوا د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په شیوکیو کلي کې د (۳۷۰) مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال او د (۴۹۴) مترو په اوږدوالي د محافظوي دیوال د جوړولو چارې بشپړې شوې.
خبر زیاتوي چې د یادو پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن حلیم او د کابل ولایت والي شیخ محمد قاسم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد یونس حنفي، د وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ملا نورالهادي عادل، د ( FCDO) مؤسسې مسؤل انجینر اول خان احمدزی، د بګرامیو ولسوال، د یاد کلي سپین ږیرو، مخورو او اوسیدونکو ګډون کړي وو.
د یادو پروژو په پلې کیدو سره د سیمې د اوسیدونکو ۲۲۵۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او د موسمي بارانونو او سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.
اړوند موضوعات
کلیو پراختیا وزارت پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې نیږدې ۲ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
د یادونې وړ ده چې د نوموړو پروژو څخه ۳ زره کورنۍ په مستقیم او ۴۵۰۰ کورنۍ په غیر مستقیم ډول ګټه اخلي او په دغو پروژو کې ۲۸۱ تنه کاریګرو ته د نه میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.





