امریکا وايي چې تر اوسه مو؛ د مسکو ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې

امریکا وايي چې تر اوسه مو؛ د مسکو ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې
هغه دې موضوع ته په اشارې چې د ترویکا ناسته پراخه شوې او روسیه غواړي چې د امریکا، چین او پاکستان په ګډون د افغان سولې او ثبات لپاره ناستې جوړوي، دوی د یادې ناستې ترسره کېدو ته هیله من دي او تمه لري چې دغه ناستې به ګټورې پایلې ولري.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دوی تر اوسه پورې د افغانستان په اړه د مسکو ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.
ویاند نیډ پرایس ویلي چې دوی په مسکو کې د جوړېدونکې ناستې په اړه خبر دي خو تر اوسه پورې یې په یاده ناسته کې خپل ګډون تایید کړی نه دی.
اړونده موضوعات:
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ا،ا،ا استازي به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي
هغه دې موضوع ته په اشارې چې د ترویکا ناسته پراخه شوې او روسیه غواړي چې د امریکا، چین او پاکستان په ګډون د افغان سولې او ثبات لپاره ناستې جوړوي، دوی د یادې ناستې ترسره کېدو ته هیله من دي او تمه لري چې دغه ناستې به ګټورې پایلې ولري.
د یادونې ده چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د افغان دولت د یو پلاوي په ګډون په مسکو کې ناسته جوړه او پر افغان سوله او ثبات خبرې اترې وکړي.






