لۀ ګوانتانامو زندان څخه پاتې وروستی افغان بندیي خوشې کېږي

لۀ ګوانتانامو زندان څخه پاتې وروستی افغان بندیي خوشې کېږي
یو شمېر بهرنیو رسنیو د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي چې د اسدالله د عفوې په حکم کې راغلي چې نوموړی د القاعده شبکې د کومې ډلې رهبر نه دی او څه چې یې په تېر کې ترسره کړي دي ورباندې پښېمانه دی.
(2021 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
امریکا به په ګوانتانامو زندان کې بندي دوه تنه زندانیان هم را خوشې کوي، دغو دوو کسانو کې یو یې اسدالله هارون ګل دی چې ۱۴ کاله مخکې د القاعده شبکې د یوې وړې ډلې د رهبرۍ په تور دغه زندان ته اچول شوی دی.
یو شمېر بهرنیو رسنیو د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي چې د اسدالله د عفوې په حکم کې راغلي چې نوموړی د القاعده شبکې د کومې ډلې رهبر نه دی او څه چې یې په تېر کې ترسره کړي دي ورباندې پښېمانه دی.
اسدالله چې په هارون افغاني هم پېژندل کېږي تېر کال یې د خراب روغتیایي وضعیت راپورونه ورکړل شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د اسدالله هارون د خوشې کولو لپاره پۀ ټولنیزو رسنیو کې هم د عامو افغانانو لۀ خوا پراخ کمپاین وشو چې “اسدالله هارون بې ګناه دی او باید د ګوانتانامو لۀ کرغېړن زندان څخه راخوشې کړل شي”.