د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ له مشرانو سره د یادې ولسوالۍ د اوبو ستونزو په اړه خبرې اترې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د کابل ولایت قره باغ ولسوالۍ له مشرانو سره د یادې ولسوالۍ د اوبو ستونزو په اړه خبرې اترې کړي.
29 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي له مشرانو سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د قره باغ ولسوالي له مشرانو سره په کتنه کې د اوبو او انرژي پروژو ته د نوموړي ولسوالي د خلکو د اړتیاوو په هکله یې خبرې وکړې.
د یادې ولسوالي مشرانو خپل وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل او د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلې کېدو غوښتنه یې وکړه.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت له مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د یادې ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.