د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت له مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

0
179

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د زابل ولایت له مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

 

6 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر د قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا عبدالکریم ذوالفقار او د زابل ولایت د خاک افغان او دای چوپان ولسوالیو له مشرانو سره وکتل.

 

په دې لیدنه کې، د نوموړو ولسوالیو مشرانو خپلې ستونزې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په یادو ولسوالیو کې یې د څښاک اوبو او برېښنا انرژي د برابرولو غوښتنه وکړه.

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ له دې کبله چې زابل ولایت په تېرو کلونو کې له هر ډول پراختیایي پروژو څخه محروم وو، اوس د اوبو او انرژي وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

اړوند موضوعات

د یو چینایي شرکت له لورې د اوبو او انرژۍ په وزارت کې د 10 کیلو واټه لمریزي برېښنا پروژه پرانیستل شوه.

 

ښاغلي منصور زیاته کړه چې دغه وزارت د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره هڅه کوي چې د زابل ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

Leave a reply