افغانستان کې د ملګرو ملتونو او افغان دولت ځینو ادارو تر مینځ بهرنیو چارو وزارت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوی.

0
88

افغانستان کې د ملګرو ملتونو او افغان دولت ځینو ادارو تر مینځ بهرنیو چارو وزارت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوی.

 

24 مئي چهارشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او افغان دولتي ادارو تر مینځ بهرنیو چارو وزارت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوی.

یادې غونډې کې د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندويانو څخه د افغانستان له خلکو سره د سخاوتمندانه مرستو له کبله مننه وکړه او ويې ويل چې افغانستان د ځوان خواريکښ کاري ځواک او پراخو طبيعي زيرمو په لرلو سره د پرمختګ او پر ځان بسياينې بې ساري ظرفيت لري، خو څرنګه چې هيواد څلورو لسيزو جګړو ځپلی، د يو څه وخت له پاره د نړيوالو له خوا داسې مرستو ته اړتيا لري چې له برکته ‏يې افغانستان په خپلو پښو ودريږي او د مرستو تر لاسه کوونکي هيواد پر ځای په مرسته کوونکي هيواد بدل شي.

 

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت د بيلابيلو وزارتونو مشرانو د ملګرو ملتونو ادارو او نورو خيريه بنسټونو ته په خپل وار د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ او غوښتنه يې وکړه چې هيواد ته ‏د راتلونکو مرستو د لا ډير مؤثريت او شفافيت د باوري کولو په موخه له اړوندو سکتوري وزارتونو سره همغږي نوره هم پياوړې شي او د پروژو په طرحې او تطبيق کې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د يوناما مرستيال،‏.ښاغلي رامزالاکبروف، په خپلو خبرو کې وويل چې مونږ او تاسې ټول يو هدف لرو او هغه دا دی چې افغانستان سوکالۍ او پر ځان بساينې ته ورسيږي.

 

ښاغلي رامز زياته کړه چې دوی په دې هڅه کې دي چې د مرستو ويش په داسې ډول تنظيم شي چې خلکو ته کاري فُرصتونه رامينځ ته کړي او د اقتصاد څرخ په حرکت راشي.‏ورپسې د نورو نړیوالو موسسو استازو هم په وار سره خبري وکړې.

اړوند موضوعات

کابل کې د چین سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سره وکتل.

 

په پای کې دواړو لورو د لا زياتې همغږۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر مينځ د همغږۍ د يوې کمېټې پر جوړولو توافق وکړ.

Leave a reply