د بهرنيو چارو وزير سره د چين سفير ښاغلي وانګيو کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې اترې کړي.
د بهرنيو چارو وزير سره د چين سفير ښاغلي وانګيو کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې اترې کړي.
24 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد وزارت سرپرست وزیر سره کابل کې د چین سفیر وکتل.
پدې کتنه کې د چين سفير وويل دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړي شي.
نوموړي زیاته کړه چي د مئ په ۲۴م به د افغانستان-چين ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شي، همدارنګه به د مس عينک کان ابتدايي چارې چټکې شي، د افغانستان څخه چين ته د صادراتو خصوصا انارو کچه زیاتوو او د جمهوريت روغتون د بيا رغونې تر څنګ په افغانستان کې “ارزان بيه کورورنه” پروژه هم افتتاح شي.
اړوند موضوعات
مولوي امیرخان متقي د چين له دغو ګامونو هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه.