د ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره کتلي.

0
174

د ملي دفاع وزارت او د ایران اسلامي جمهوریت پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په هدف سره کتلي.

21 مئي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان او د ایران اسلامي جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال ښاغلي بهرام “حسیني مطلق” په مشرۍ یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنيو اړیکو په رياست کې وکتل او خبرې يې وکړې.

 

د لوى درستيز مرستيال ايراني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ همکاري او ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل اسلامی امارت تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی وو او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتې همکارۍ لپاره ژمن دی.

 

ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې و ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو دسرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاريو پر پياوړتيا او د اړوندو مراجعو له لارې د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټينګار وکړ.

اړوند موضوعات

ملي دفاع وزارت وایي نن یې یوه MD-530 ډوله الوتکه سمنګان ولایت کې د بریښنا مزو سره د جنګیدو له امله غورځیدلی.

 

 

همدا راز په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرحدي چارواکو،د سرحدونو او قبایلو وزارت او د کرنې او اراضۍ یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.

Leave a reply