د اسلامي امارت یو لوړرتبه پلاوی روسيې ته په “روسيه او اسلامي نړۍ” درې ورځني کانفرانس کې د ګډون په موخه په رسمي سفر لاړ.

د اسلامي امارت یو لوړرتبه پلاوی روسيې ته په “روسيه او اسلامي نړۍ” درې ورځني کانفرانس کې د ګډون په موخه په رسمي سفر لاړ.
17 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت عملي مرستیال لطف الله خیرخواه د اسلامي امارت د لوړرتبه هیئت په ملتیا روسیې هیواد ته
په رسمي سفر لاړ.
په هیئت کې د تجارت او صنعت سرپرست وزير نور الدين عزيزي، د ریاسة الوزراء اقتصادي معاونيت سلاکار مولوي ابراهيم، د لوړو زده کړو د بهرنيو اړيکو رئيس ډاکټر نظر محمد عرفان، د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي رئيس شفيع اعظم هم دي.
ویل کیږي چې یاد لوړرتبه هیئت به په مسکو کې درې ورځیني کانفرانس کې ګډون وکړي چې پر اقتصادي، تجارتي، تعليمي، تحصيلي او ټکنالوژۍ برخه کې پر فرصتونو بحث کېږي.
ـ د يادونې وړ ده، چې د هېواد د تعليم او تحصيل په اړه او له روسيې سره پر فرصتونو د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخوا او د تجارت او اقتصاد په اړه د تجارت او صنعت وزارت سرپرست وزير الحاج نور الدين عزيزي ويناوې ولري.
اړوند موضوعات
ـ پاتې دې نه وي، چې د پروګرام حاشيه کې به د روسيې او اسلامي هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره مهمې کتنې هم وشي.






