عامې روغتیا وزارت په رابعه بلخي روغتون کې ځینې نوې څانګې پرانیستي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي.
17 مئی چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د نهه مېلیونه افغانیو په لګښت سره په رابعه بلخي روغتون کې د ځینو څانګو پرانېسته ترسره او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې په رابعه بلخي روغتون کې د نهه مېلیونه افغانیو په لګښت سره د جدي مراقبت څانګه ( H D O ) او بېړنۍ څانګه (ICU) د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخستنې ته و سپارل شوه.
یادو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله آخندزاده او نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د یاد وزارت وزیر د یادو څانګه پرانیسته د روغتیايي سکتور لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وګڼله او ویې ویل چې هڅه کوي؛ څو د ناروغانو د درملنې لپاره په کور دننه غوره امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.
اړوند موضوعات
د روغتیا وزارت سرپرست وزیر د افغان لوبغاړي محمد نبی سره د سرطان ناروغۍ روغتون په اړه خبرې اترې کړي.
ددې روغتون د یادو څانګو جوړونه او تجهیز او هم د جراحي ولادي، نسایي ولادي او نورې برخې د عامې روغتیا وزارت له بودیجې څخه د دوو میاشتو په موده کې بشپړ شوي دي.










Leave a Reply