د روغتیا وزارت سرپرست وزیر د افغان لوبغاړي محمد نبی سره د سرطان ناروغۍ روغتون په اړه خبرې اترې کړي.

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر د افغان لوبغاړي محمد نبی سره د سرطان ناروغۍ روغتون په اړه خبرې اترې کړي.
16 مئي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزير، ډاکټر قلندر عباد له محمد نبي عيسی خېل سره د سرطان ناروغۍ روغتون په اړه ليدنه تر سره کړه.
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتيا وزير او مسؤولینو شتون درلود د سرطان ناروغۍ د روغتون د جوړولو په اړه مفصل بحث تر سره شو، د عامې روغتيا وزير د محمد نبي عيسی خېل له اخلاص او احساس قدردانی وکړ او له نوموړي سره یې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
ښاغلي وزیر همداراز تخنيکي ټيمونو ته دنده وسپارله؛ تر څو ژر تر ژره د ستراتېژيک پلان او اساسي کارونو په اړه اقدامات ترسره کړي.
اړوند موضوعات
افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسېمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
خبرزیاتوي چې د تخنيکي ټيمونو له ناستو او پایلې وروسته به په عملي ډول په ياد روغتون کار پيل شي.




