د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۰۰ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۰۰ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
16 مئي 2023 سه شنبه
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي چې تېره اونۍ کې د حیرتان، آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ١٠٠٨٩٠ مټریک ټنه صادرات او واردات ترسره شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې دې ادارې تیره یوه اونۍ کې (د ثور له ۱۵څخه د ثور تر ۲۱مې نیټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (١٠٠٨٩٠) میټریک ټنه انتقالات کړي.
په دغه انتقالاتو کې ټولټال ۹۹۹۱۴ میټریک ټنه پکې واردات دي چې د اقیني بندر له لارې ۳۲۰۶ ټنه د حیرتان بندر له لارې ۸۶۶۳۸ ټنه او تورغونډۍ بند له لارې ۱۱۰۴۶ ټنه راغلي.
اړوند موضوعات
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ کې څه باندې ۱۱۲ زره میټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.
همدا راز په دغه انتقالاتو کې تیره اونۍ ۹۷۶ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې زیاته برخه یې وچه میوه ده.





