د اوبو او انرژۍ وزارت معین د میهن پرستانو مسلمانانو خیریه بنسټ مسؤلینو او تاتارستان انجنیرانو سره کتلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت معین د میهن پرستانو مسلمانانو خیریه بنسټ مسؤلینو او تاتارستان انجنیرانو سره کتلي.
3 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د انرژۍ معین ملا عبدالقاهر ادریس د خپل کار په دفتر کې د میهن پرستانو مسلمانانو د خیریه مؤسسې له مسؤلینو او د تاتارستان هېواد له تخنیکي انجنیرانو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د انرژي په برخه کې د پانګونې او د ډبرو سکرو د توربینونو د نصبولو او د برېښنا د تولید په برخه کې د همکاریو د پراخولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
اړوند موضوعات
د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د لغمان د شاهي کانال د پروژې په اړه د هغه ولايت له والي سره خبرې کړي.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یادې موسسې له استازو او مسؤلینو سره د همکاري ژمنه وکړه او د ډبرو سکرو له سرچینو څخه یې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې زمینې د چمتو کولو ډاډ ورکړ.






